د چاپېریال ساتنې ملی اداره: افغانستان له سختو اقلیمی ګواښونو سره مخ دی

- ۱۸ سرطان ۱۳۹۸

mandegarافغانستان د نړۍ یو له هغو لسو هېوادونو دی چې له جدی اقلیمی ګواښ سره مخ دی.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملی ادارې د اقلیمی ستونزې د هواری لپاره په لومړی ځل د زرغون اقلیم له نړیوال صندوقه بودجه تر لاسه کړه.
د دغې ادارې مرستیال ادریس ملیار د سې شنبې په ورځ په همدې تړاو د ناستې په څنډه کې رسنیو ته وویل چې افغانستان له سختو اقلیمی ګواښونو سره مخ دی چې باید په دې برخه کې جدی کار وشی.
ده وویل: کوم مطالعات چې شوی، ښیی چې افغانستان د نړۍ له اقلیمه د زیانمنو په لسو هېوادونو کې دی، که چېرې په دې برخه کې لازم کار ونشی، په سېلابونو او وچکالیو به زموږ د هېواد زیان زیات شی، تر دې وړاندې په لسو کلونو کې به یو ځل وچکالی راتله، خو اوس هر دوه یا درې کاله وروسته راځی، نو د یو دولت او حکومت په حیث موږ هڅه کوو چې ورته چمتوالی ونیسو.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملی ادارې له یو شمېر نړیوالو ادارو سره په ګډه هڅې پیل کړی چې د افغانستان د اقلیمی ګواښونو لپاره چمتوالی ونیسی.
دغې ادارې په لومړی ځل د ۳۰۰ زره امریکایی ډالرو په لګښت د اقلیمی زرغون نړیوال صندوق له لوری د چاپېریال ساتنې د پیاوړتیا په هدف بودجه هم تر لاسه کړه.
مرسته شوې پیسې به د هوا، د اوبو د پاکوالی، انرژۍ تولید او په هر هغه ځای کې مصرفېږی چې د هوا له پاکوالی سره مرسته وکړی او د ککړتیا مخه یې ونیسی.
د چاپېریال ستاتنې اداره وایی، په ټوله کې له ۲۰۲۰ تر ۲۰۳۰ میلادی کاله پورې افغانستان د اقلیمی ستونزو د بشپړ هواری لپاره ۱۷.۴ مېلیاردو ډالرو ته اړتیا ده.
په حمامونو او د خښتو په بټیو کې کې ناوړه سونګ توکی کارول، له بې کیفیته تېلو کار اخیستل، له زړو او وخت تېرو موټرو استفاده، له اوبو ناوړه ګټه اخیستل، په ښارونو کې زیات نفوس او نور بېلابېل موارد هغه څه دی چې د افغانستان ته یې زیاتې اقلیمی ستونزې پېښې کړی دی.
د اقلیمی رزغون نړیوال صندوق له لوری له اقلیمه د زیانمنو بېلابېلو هېوادونو سره مرسته کېږی چې په دغو هېوادونو کې یادې ستونزې راکمې کړی او د راتلونکو اټکلی ګواښونو لپاره چمتوالی ونیول شی.
د یادونې ده چې د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه د اقلیمی ستونزو د هواری په برخه کې د یوې ځانګړې بودجې او پلان له مخې کار کوی، خو افغانستان دا هڅې اوس تازه پیل کړی دی.
له دې سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان استازی د دغې غونډې په ترڅ کې وویل چې له دې وروسته به په افغانستان کې د بېلابېلو ادارو او وزارتونو په همکارۍ سلګونه زره ډالره د اقلیمی ستونزو او چاپېریال ساتنې په برخه کې مصرفېږی.
راجندرا اریال وایی، افغانستان په دې برخه کې لومړۍ تقویتی پروژه اوس تر لاسه کړه.
ده وویل: دا لومړنۍ پروژه ده چې کولای شی، موږ د نورو بودجو د ترلاسه کولو په برخه کې پیاوړی کړی، افغانستان له تېرو څو کلونو راپدېخوا له سختو اقلیمی ستونزو سره مخ دی، همداراز دا پروژه موږ پیاوړی کوی چې د راتلونکو احتمالی ګواښونو لپاره چمتووالی ولرو، موږ دغې برخې ته پراختیا ورکوو، تر څو د دغه هېواد اقلیمی وضعیت یو څه را سم کړو.
ښاغلی اریال دا هم وویل چې د چاپېریال ساتنې په هدف د ګڼو نورو چارو تر څنګ ژر به د کابل ښار پر سیند هم کار وشی، تر څو د ده په خبره، د دغه سیند له شااوخوا مېشتو خلکو سره د اقلیم د بدلون او چاپېریالی ستونزو لپاره له وړاندې چمتووالی ونیسی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.